Mark 6:56 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هر چرته چې به هغه تلو، کلو، ښارونو، يا بانډو ته، هغوئ به په بازارونو کښې ورته بيماران کښېنول او هغۀ ته يې مِنت وکړو چې دوئ له دومره اجازت ورکړه چې ستا لمنې له لاس وروړى، او هر چا چې لاس وروړو، هغه بلکل روغ شول.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی به چې هر کلي، ښار او بانډې ته تللو، نو خلکو به ورته بازارونو ته خپل ناروغان وړل او زارۍ به یې ورته کولې چې ناروغانو ته دومره اجازه ورکړي چې لږ تر لږه د هغه لمنې ته لاس وروړي او هرچا چې به لاس وروړ، نو هغه به روغېده.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اؤ هر چرته چه به هغه تلو، کلو ته، ښارونو ته، يا بانډو ته، هغوئ به په بازارُونو اَؤ چو کُونو کښے ورته مريضان کښينول اَؤ مِنت به ئے ورته کولو چه تش دَ هغۀ چُوغے له لاس وروړى، اَؤ چا چه هغۀ له لاس وروړو نو هغوئ ټول روغ شول.