Mark 8:23 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا هغۀ ړوند سړے د لاسه ونيولو او د کلى نه يې بهر بوتلو. او د هغۀ په سترګو يې لاړې پورې کړې او لاسونه يې پرې کېښودل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تا ته څۀ ښکارى او کۀ نه؟“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی هغه ړوند له لاسه ونیوه او د کلي څخه یې دباندې بوته. بیا یې د هغه په سترګو باندې لاړې پورې کړې او خپل لاسونه یې ورباندې کېښودل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا څه شی وینې؟»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ ړُوند سړے دَ لاسه ونيوو اَؤ دَ کلى نه ئے بهر بوتلو. بيا ئے دَ هغۀ په سترګو لاړے پورے کړے اَؤ خپل لاس ئے پرے ولګوو اَؤ تپوس ئے وکړو چه ”څۀ ورته ښکارى که نه؟“