Mark 8:31 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى مشران او مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا عیسی خپلو شاګردانو ته تعلیم ورکول پیل کړ چې د انسان زوی به خامخا زیات کړاوونه وزغمي او د یهودیانو د مشرانو، مشرانو کاهنانو او د شریعت د عالمانو له خوا به رد کړای شي او وبه وژل شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ بيا ئے هغوئ ته تعليم شروع کړو چه ”اِبن آدم به په ځان ډير تکليفونه تير کړى اَؤ مشران، مشران کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان به ئے مُجرم کړى اَؤ قتل به ئے کړى، خو په دريمه ورځ به هغه بيا ژوندے پاڅى.“