Mark 8:33 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو عيسىٰ مخ راواړولو، خپلو مريدانو ته يې وکتل او پطروس يې ورټلو. او ورته يې وفرمائيل چې، ”رانه لرې شه شېطانه، تۀ د بنى آدمو په شان سوچ کوې، نه چې د خُدائ پاک په شان.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو عیسی مخ راواړاوه او خپلو شاګردانو ته یې وکتل او پطروس یې ورټلو او ورته ویې ویل: «زما له مخې نه لېرې شه شیطانه! ته د انسانانو په شان فکر کوې، نه د خدای په شان.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو عيسىٰ مخ راواړولو، خپلو مُريدانو ته ئے وکتل اَؤ پطروس ئے ورټلو. ورته ئے ووئيل چه ”رانه لرے شه شيطانه! تۀ دَ بنى آدمو په شان سوچ کوے، نۀ چه دَ خُدائے په شان.“