Mark 9:20 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو هغوئ هغه هلک هغۀ له راوستو. او څۀ وخت چې پيرى هغه وليدو نو د هغۀ وجود يې تاو راتاو کړو او هغه په زمکه پرېوتو، ورغړېدو او په خولۀ يې ځګونه راغلل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو هغوی هغه هلک عیسی ته راوست. څنګه چې پېري عیسی ولیده، نو سمدلاسه په هلک باندې حمله راغله. هغه په ځمکه راولوېد، اخوا دې خوا رغړېده او د خولې څخه یې ځګونه راووتل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو هغوئ هغه هلک هغۀ ته راوستو. اَؤ څۀ وخت چه پيرى هغه وليدو نو دَ هغۀ وجُود ئے تاؤ راتاؤ کړو اَؤ هغه په مزکه پريوتو ورغړيدو اَؤ په خُلۀ ئے ځګونه راغلل.