Mark 9:25 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې عيسىٰ وليدل چې ګڼ خلق رانزدې کيږى نو هغۀ هغه پيرے ورټلو. هغۀ وفرمائيل، ”اے ګونګا او کُوڼ پيريه، زۀ درته حکم کوم، چې د دۀ نه راوځه او بيا کله هم مۀ ورننوځه.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې عیسی ولیدل د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتیږي، نو هغه پېری ورټلو او ورته ویې ویل: «ای ګونګ او کوڼ پېریه، زه تاته امر کوم چې د هغه څخه راووځه او بیا هېڅکله مه ورننوځه.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چه عيسىٰ وليدل چه ګڼ خلق رانزدے کيږى نو هغۀ هغه پيرى ته بدرد ووئيل. هغۀ ووئيل ”اَئے ړُوند کُوڼ پيريه! زَۀ درته حُکم کوم، دَ دۀ نه راوزه اَؤ بيا کله هم مه ورننوزه!“