Mark 9:41 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک هم تاسو ته په دې نيت يو جام اوبۀ درکړى چې تاسو د مسيح مريدان يئ نو هغه کس به يقيناً بېاجره پاتې نۀ شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې تاسو ته په دې خاطر چې د مسیح پیروان یئ یوه پیاله اوبه درکړي، نو هغه به بې اجره پاتې نه شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زَۀ تاسو ته دا وايم چه که څوک هم تاسو ته په دے نيت يو کنډول اوبۀ درکړى چه تاسو دَ مسيح مُريدان يئ نو هغه سړے به يقيناً بے اَجره پاتے نۀ شى.