Mark 9:47 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او کۀ ستا سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه. ستا دپاره به دا غوره وى چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې په يوه سترګه داخل شې، نۀ دا چې دواړه سترګې دې وى او دوزخ ته وغورزولے شى،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او که چېرې ستا سترګه ستا د ګناه سبب شي نو هغه وباسه، ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د یوې سترګې سره د خدای پاچاهۍ ته ننوځې، نه دا چې د دواړو سترګو سره دوزخ ته وغورځول شې،
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ که ستا سترګه تا له تيندک در کړى نو وئے باسه. دا ستا دَ پاره غوره ده چه دَ خُدائے په بادشاهئ کښے په يوه سترګه داخل شے، نه دا چه دواړه سترګے لرے اَؤ دوزخ دِ ځائے شى،