Matthew 1:20 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ دا اراده کړې وه چې په دې کښې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې ورته راغله او وې فرمائيل چې، ”اے د داؤد زويه يوسفه، د مريم سره د وادۀ کولو نه مۀ يرېږه ځکه چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس په قدرت ده.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
یوسف لا په دې هکله فکر کاوه چې د څښتن یوه فرښته ورته په خوب کې ښکاره شوه او ویې ویل: «ای د داود زویه یوسفه! د مریم سره د واده کولو نه مه وېرېږه، ځکه چې هغه د روح القدس په وسیله امیدواره شوې ده.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ دا نيت کړے وو چه په دے کښے دَ خدائے يوه فرښته په خوب کښے ورته راغله اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اَئے دَ داؤد زويه يُوسفه! دَ مريم سره دَ وادۀ کولو نه مه ويريږه ځکه چه دَ هغے اُميدوارى دَ رُوحُ القدس په قُدرت ده.