Matthew 10:11 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کوم ښار يا کلى ته چې تاسو ننوځئ نو د داسې يو عزتمند سړى کور ته ورځئ چې د ورتلو قابل وى، او هلته پاتې شئ تر هغې چې د هغه ځايه بل ځائ ته رُخصت شئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې کوم ښار یا کوم کلي ته ننوځئ، نو د یو داسې سړي کور ته ورشئ چې د ورتلو لایق وي او ترڅو پورې چې کوم بل ځای ته ځئ، نو تر هغه وخته پورې د هغه په کور کې پاتې شئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هر کله چه تاسو يو ښار يا کلى ته ورشئ نو دَ داسے سړى کره ورځئ چه دَ ورتلو لائق وي، اَؤ هلته تر هغے ايساريږئ تر څو چه رُخصت شوى نۀ يئ.