Matthew 11:21 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ وفرمائيل چې، ”افسوس اے خورازينه، په تا افسوس بيتِصيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځانه ټاټ تاو کړے وو او په ايرو کښې به يې توبه ويستې وه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه وویل: «افسوس دې وي په تا ای د خورزین ښاره! او افسوس دې وي په تا باندې ای د بیت صیدا ښاره! ځکه که چېرې دا معجزې چې په تاسو کې وښودل شوې که هغه په صور او صیدون کې ښودل شوې وای نو هغوی به ډېر پخوا د ویر کالي اغوستي وای، په خپلو سرونو باندې به یې ایرې بادولې او توبې به یې ویستلې وای.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ ووئيل چه ”اَفسوس اَئے خورازينه! په تا اَفسوس بيت صيدا ځکه چه که چرے دا مُعجزے چه تاسو ته ښکاره کړے شوے، که دا په صور اَؤ په صيدا کښے شوے وے نو دے خلقو به پخوا په ځان ټاټ تاؤ کړے اَؤ په اِيرو ناست توبے به ئے ايستلے وے.