Matthew 11:23 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او اے کفرنحُومه، ولې تۀ دا ګڼې چې ستا مقام به تر آسمانه پورته کړے شى څۀ؟ نه، تۀ به تاترين ته وغورزولے شې. ځکه چې کومې معجزې چې په تا کښې ښکاره کړے شوې، کۀ په سدوم کښې شوې وے نو سدوم به تر ننه آباد وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو ای د کپرناحوم ښاره! تا غوښتل چې اسمان ته ورسېږې؟ نه، ته به دوزخ ته وغورځول شې. ځکه کومې معجزې چې په تا کې وښودل شوې، که هغه په سدوم کې ښودل شوې وای، نو هغه به تر نن ورځې پورې پاتې وای.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَئے کفرنحومه! آيا تۀ به تر آسمان اُوچت کړے شے؟ تۀ خو به عالم اَرواح ته وغورزولے شے. ځکه چه که دا مُعجزے چه په تا کښے ښکاره کړے شوے، که په صدُوم کښے شوے وے نو صدُوم به تر ننه آباد وو.