Matthew 12:42 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د جنوب مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل ګوټ نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د شیبا د هېواد ملکه به د قیامت په ورځ راپورته شي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغه د نړۍ د بل سر نه راغلې وه چې د سلیمان د حکمت څخه ډکې خبرې واوري. خو ګورئ، اوس دلته یو څوک شته چې د سلیمان نه لوی دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ سهيل مَلِکه به دَ قيامت په ورځ دَ دے پيړئ سره په عدالت کښے ودريږى اَؤ دوئ به مُجرمان ثابت کړى، ځکه چه هغه دَ دُنيا دَ بل ګُټ نه دَ سُليمان دَ حِکمت خبرے آؤريدو له راغلے وه، اَؤ څوک چه دلته دے هغه دَ سُليمان نه هم لوئے دے!