Matthew 14:19 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا هغۀ خلقو ته حکم ورکړو چې په کبل پېنډه جوړه کړئ. بيا هغۀ دا پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل، آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو او روټۍ يې ماتې کړې او هغه يې مريدانو له ورکړې او مريدانو هغه په خلقو تقسيم کړې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا هغه خلکو ته حکم وکړ چې په واښو باندې کښېني. بیا یې هغه پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان راواخیستل، اسمان ته یې وکتل، د خدای شکر یې وویست او ډوډۍ یې ماتې کړې، هغه یې شاګردانو ته ورکړې او شاګردانو هغه په خلکو باندې ووېشلې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا هغۀ خلقو ته ووئيل چه په واښو باندے کښينئ. بيا هغۀ دا پينځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان واخستل، آسمان پلو ئے وکتل، دُعا اَؤ برکت ئے وغوښتو اَؤ ډوډئ ئے ماتے کړے اَؤ هغه ئے مريدانو ته ورکړے اَؤ مُريدانو هغه په خلقو تقسيم کړے.