Matthew 15:22 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او د هغې علاقې يوه کنعانى ښځه بهر راووتله او په چغه يې ووئيل، ”اے مالِکه، په ما رحم وکړه. اے د داؤد زويه، زما لور پيريانو سخته نيولې ده.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
یوه کنعاني ښځه چې د هغه ځای اوسېدونکې وه هغه ته راغله او په چیغو چیغو یې ورته وویل: «ای ښاغلیه! ای د داود زویه! په ما باندې رحم وکړه. زما لور پېریانو نیولې ده او په سخت حالت کې ده.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ هغے علاقے يوه کنعانى ښځه بهر راووتله اَؤ په چغو ئے ووئيل، ”اَئے مالکه! په ما رحم وکړه! اَئے دَ داؤد زويه! زما لُور پيريانو سخته نيولے ده.“