Matthew 15:28 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ څومره د لوئ ايمان لرونکې ښځه يې، نو څنګه چې تۀ غواړې، هغه شان دې وشى.“ او هم په هغه ساعت د هغې لور جوړه شوه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا عیسی هغې ته په ځواب کې وویل: «ای ښځې، ستا ایمان ډېر قوي دی! څنګه چې ته غواړې هماغسې دې وشي.» او په هماغه ساعت د هغې لور روغه شوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چه ”اَئے ښځے! ستا څومره لويه عقيده ده! چه څنګه تۀ غواړے، دغسے دِ وشى.“ اَؤ هم په هغه ساعت دَ هغے لُور جوړه شوه.