Matthew 15:32 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بېهوشه شى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی خپل شاګردان راوغوښتل او ورته ویې ویل: «په دې خلکو باندې زما زړه سوځي، ځکه چې درې ورځې کیږي چې هغوی زما سره دي او هېڅ شی ورسره نشته چې ویې خوري. زه نه غواړم چې هغوی وږي رخصت کړم، هسې نه چې په لاره کې بې حاله شي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ خپل مُريدان راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زما په دے خلقو زړۀ سوځى، دوئ دَ دريو ورځو راسے ما سره دى اَؤ هيڅ ئے نۀ دى خوړلى. زَۀ دوئ نهر رُخصتول نۀ غواړم، کيدے شى چه دوئ په لارے دَ کمزورتيا نه پريوزى.“