Matthew 16:21 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هغه وخت نه عیسی خپلو شاګردانو ته په ښکاره ویل چې هغه باید اورشلیم ته لاړ شي او هلته به د قوم د مشرانو، مشرانو کاهنانو او د شریعت د عالمانو له خوا کړاوونه وویني او وبه وژل شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مُريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چه ”ضرورى دى چه زَۀ به بيتُ المُقدس ته ځم اَؤ هلته به دَ مشرانو اَؤ دَ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے دَ عالمانو له لاسه ډير آزارولے شم اَؤ ووژلے شم اَؤ په دريمه ورځ به بيا پاڅولے شم.“