Matthew 16:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ په دې خبر شو چې هغوئ د څۀ په حقله خبرې کوى، نو د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”اے بې‌ايمانه خلقو، دا تاسو داسې خبرې ولې کوئ چې ګنې روټۍ درسره نشته؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی پوه شو چې هغوی څه وایي، نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ستاسو ایمان څومره کمزوری دی، ولې په دې هکله بحث کوئ چې ډوډۍ درسره نشته؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ دَ هغوئ دَ زړُونو په حال پوهه وُو، نو ځکه ئے ورته ووئيل، ”تاسو دَ ډوډئ فکر ولے آخستى يئ؟ اَئے بے عقيدے خلقو!