Matthew 17:20 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ جواب ورکړو چې، ”ځکه ستاسو ايمان ډېر کمزورے دے. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه، نو هغه به روان شى. او هيڅ کار به ستاسو دپاره ناممکن نۀ وى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه ورته وویل: «ځکه چې ستاسو ایمان کمزوری دی. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که چېرې تاسو د شړشمو د دانې په اندازه ایمان هم ولرئ، نو کولای شئ دې غره ته ووایئ چې د دې ځای څخه هغه ځای ته لاړ شه، نو هغه به لاړ شي او هېڅ کار به ستاسو دپاره ناشونی نه وي. [
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ جواب ورکړو چه ”ستاسو عقيده ډيره کمزورے ده. زَۀ تاسو ته دا وايم، که ستاسو عقيده دَ شړشمو دَ دانے هومره وى نو تاسو دے غر ته ووايئ چه دَ دلته نه هلته لاړ شه، نو دے به وخوزيږى. اَؤ هيڅ کار به تاسو دَ پاره نامُمکن نۀ وى.“