Matthew 17:25 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
پطروس ورته ووئيل چې، ”هغه يې ورکوى.“ خو کله چې پطروس دننه لاړو نو عيسىٰ د هغۀ د وينا نه وړاندې وفرمائيل چې، ”اے شمعونه، تۀ په دې باره کښې څۀ وائې چې د دُنيا بادشاهان د چا نه محصُول او ماليه اخلى، د خپلو خلقو نه کۀ د پردو نه؟“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
پطروس وویل: «هو، هغه یې ورکوي.» کله چې پطروس کور ته لاړ، نو مخکې له دې چې څه ووایي، عیسی ورته وویل: «ای شمعونه، ته څه فکر کوې د نړۍ پاچاهان د چا څخه محصول او مالیه اخلي؟ د خپلو خلکو څخه یا د پردیو څخه؟»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
پطروس ورته ووئيل چه ”هغه ئے ورکوى.“ خو کله چه پطروس دننه لاړو نو عيسىٰ دَ هغۀ دَ وينا نه وړاندے ووئيل چه ”اَئے شمعُونه! ته په دے باره کښے څۀ وائے چه دَ دُنيا بادشاهان دَ چا نه محصُول اَؤ خِراج آخلى، دَ خپلو خلقو نه که دَ پردو نه؟“