Matthew 17:27 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو هرکله چې مونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، د درياب په اوبو کښې کُنډه واچوه او کوم کب چې تۀ اول ونيسې، د هغۀ خولۀ کولاو کړه، نو تۀ به په کښې يوه د سپينو زرو سيکه ومومې. هغه يوسه او ور يې کړه، دا به زما او ستا دواړو محصُول پوره کړى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو مونږ نه غواړو چې دا خلک خفه کړو. نو لاړ شه، په بحیرې کې چنګک واچوه او کوم ماهي چې دې اول ونیوه هغه راوباسه او د هغه خوله خلاصه کړه، نو د سپینو زرو یوه سکه به په کې پیدا کړې. هغه واخله او د هغې څخه زما او ستا دواړو مالیه ورکړه.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو هر کله چه مُونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، دَ درياب په اوبو کښے کُونډه ورواچوه اَؤ وړومبے چه کُوم کب تۀ ونيسے، دَ هغۀ خُله وازه کړه، نو تۀ به په کښے يوه دَ سپينو زرو سيکه ومُومے. هغه يوسه اَؤ ور ئے کړه، دا به زمُونږ دَ دواړو محصُول پُوره کړى.“