Matthew 18:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ستاسو څۀ خيال دے؟ فرض کړئ چې د يو سړى سل ګډې دى. کۀ په هغې کښې يوه بېلارې شى، ولې هغه به دا نورې يو کم سل د هغې يوې د لټولو دپاره د غرۀ په خوا کښې پرې نۀ ږدى؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
تاسو څه فکر کوئ؟ فرض کړئ یو سړی سل پسونه لري او د هغو څخه یو ورک شي، نو هغه به څه کوي؟ ایا هغه به دا نهه نوي پسونه د غونډیو په لمنو کې پرېنږدي او د هغه ورک شوي پسه د لټولو دپاره به لاړ نه شي؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ستاسو څۀ خيال دے؟ فرض کړئ چه دَ يو سړى سل ګډے دى. که په هغو کښے يوه ورکه شى، آيا هغه دا نورے يو کم سل دَ هغے يوے دَ لټولو دَ پاره دَ غرۀ په خوا کښے پرے نۀ ږدى؟