Matthew 18:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ چرې ستاسو يو ورور ستاسو خلاف څۀ ګناه وکړى نو لاړ شئ او هغه په پرده کښې په دې ملامته کړئ او کۀ هغه تاسو ته غوږ کېږدى نو تاسو خپل ورور دوباره وموندلو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که چېرې ستا ورور ستا په وړاندې کومه بدي وکړي، نو ورشه او خپله غلطي یې ورته وښایه او دا خبره دې یوازې ستا او د هغه ترمنځ وي. که هغه خپله غلطي ومني، نو ورور به دې بېرته خپل کړې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
که چرے ستاسو يو ورور څۀ ګناه وکړى نو لاړ شئ اَؤ هغه په پرده کښے په دے ملامت کړئ اَؤ که هغه تاسو ته غوږ کيږدى نو تاسو خپل ورور دوباره ومُوندو.