Matthew 18:32 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ دا نوکر راوبللو او ورته يې ووئيل چې اے بد کاره، چې کله تا ما ته مِنت وکړو نو ما درته ټول قرض وبخښلو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو بادار یې هغه سړی راوغوښت او ورته ویې ویل: ‹ای بدکاره خدمتګاره! ماته دې زاري وکړه او ما درته ټول پور وبخښلو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ دا سړے راوبلو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اَئے بد تميزه! چه کله تا ما ته زارى وکړه نو ما درته ټول قرض وبخښو.