Matthew 18:8 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ چرې ستا لاس يا پښه تا له تيندک درکوى، نو ځان نه يې پرې کړه او ګزار يې کړه ستا دپاره به دا ښۀ وى چې تۀ په ابدى ژوندون کښې شل ګوډ ننوځې، په ځائ د دې چې تۀ په دواړو لاسو پښو سم يې او ابدى اور ته واچولے شې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که چېرې ستا لاس یا پښه ستا د ګناه سبب ګرځي، نو هغه پرې کړه او لېرې یې وغورځوه، ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د یو لاس او یوې پښې سره تلپاتې ژوندون ته لاره پیدا کړې، نه دا چې په دواړو لاسو او پښو روغ یې او تلپاتې اور ته واچول شې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
که چرے ستا لاس يا پښه تا ته تيندک درکوى نو پرے ئے کړه اَؤ ګُذار ئے کړه. ستا دَ پاره به دا غوره وى چه تۀ په ژوند کښے شل ګُډ ننوزے، نه دا چه تۀ په دواړو لاسو پښو روغ ئے اَؤ دائمى اور ته واچولے شے.