Matthew 19:12 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځينې داسې خلق دى چې د مور د ګېډې نه يا خو خصى پېدا دى او يا بنى آدمو خصى کړى دى، خو ځينې داسې دى چې هغوئ خپل ځانونه د آسمان د بادشاهۍ دپاره خصى کوى. څوک يې چې منلے شى هغه دې ومنى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
دا چې ځینې خلک ودونه نه شي کولای ډول ډول دلیلونه لري: ځینې داسې دي چې له مور نه نرښځیان پیدا شوي دي او ځینې د انسانانو له خوا خصیان شوي دي او نور د اسماني پاچاهۍ په خاطر ودونه نه کوي. نو څوک چې یې منلی شي هغه دې ومني.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځنے داسے خلق دى چه دَ مور دَ ګيډے نه يا خو خواجه پيدا دى اَؤ يا بنى آدمو خواجه کړى دى، خو ځنے داسے دى چه هغوئ خپل ځانُو نه دَ آسمان دَ بادشاهئ دَ پاره خواجه کوى. څوک ئے چه قبلولے شى هغه دِ قبول کړى“.