Matthew 19:28 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم، هر کله چې د قيامت په ورځ اِبن آدم د خپلې لويئ په تخت کښېنى نو تاسو چې ما پسې روان شوى يئ به هم ما سره په دولسو تختونو کښېنئ او تاسو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو قاضيان شئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په راتلونکې نوې نړۍ کې چې کله د انسان زوی خپل د جلال نه ډک تخت باندې کښېني، نو تاسو دولس تنه به چې زما پیروان یئ هم په دولسو تختونو باندې کښېنئ او د اسراییلو د دولسو قبیلو قاضیان به شئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ ورته په جواب کښے ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه په هغه جهان کښے هر کله چه اِبن آدم دَ خپلے لوئى په تخت کښينى نو تاسو چه ما پسے شوى يئ به هم په دولسو تختُونو کښينئ اَؤ تاسو به دَ بنى اِسرائيلو دَ دولسو قبيلو مُنصفان شئ.