Matthew 2:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کور ته په ننوتو يې ماشوم د خپلې مور مريم په غېږ کښې وليدو او ورته په سجده پرېوتل. پس له هغې يې خپلې تيلۍ پرانستلې او هغۀ ته يې نذرانې پېش کړې چې په کښې سرۀ زر، او د خوشبويۍ دپاره لوبان او د مُر چيړ وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې هغوی هغه کور ته ورننوتل او هغه ماشوم یې د خپلې مور مریم سره ولیده، نو ورته په سجده پرېوتل او د هغه عبادت یې وکړ. بیا یې د خپلو کڅوړو څخه سره زر، قیمتي خوشبویۍ او د مر کنډ راوویستل او د سوغات په توګه یې هغه ته ورکړل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کورته په ننوتو ئے ماشُوم دَ خپلے مور مريم په غيږ کښے وليدو اَؤ ورته په سجده پريوتل. پس له هغے ئے خپلے هميانئ وسپړدے اَؤ هغۀ ته ئے نذرانے پيش کړے چه په کښے سرۀ زر، لوبان اَؤ مر وُو.