Matthew 2:13 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې هغوئ رُخصت شول نو يوسف ته د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او مِصر ته هِجرت وکړه، او تر هغې هلته ايسار شه چې زۀ درته ووايم، ځکه چې هيروديس د دې ماشوم په تلاش کښې دے چې قتل يې کړى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې هغوی لاړل، نو یوسف ته په خوب کې د څښتن یوه فرښته ښکاره شوه او ورته ویې ویل: «پاڅېږه، ماشوم او مور یې د ځان سره واخله او مصر ته وتښته او تر هغې پورې هلته پاتې شه، ترڅو زه درته ووایم چې راستون شه، ځکه چې هیرودیس به هغه ماشوم لټوي چې ویې وژني.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کله چه هغوئ رُخصت شول نو يُوسف ته دَ خدائے يوه فرښته په خوب کښے حاضره شوه اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”پاڅه! ماشُوم اَؤ مور ئے دَ ځان سره کړه اَؤ مصر ته هجرت وکړه، اَؤ تر هغے هلته ايسار شه چه زۀ درته ووايم ځکه هيروديس دَ دے ماشُوم په تلاش کښے دے چه ختم ئے کړي.“