Matthew 2:16 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هر کله چې هيروديس د ستورو عِلم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيتلحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. نو د ستورو د عِلم لرونکو د معلوماتو په مطابق هغۀ دا د وخت اندازه لګولې وه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې هیرودیس پوه شو چې ستورو پېژندونکو هغه تېرایستلی دی، نو سخت په قهر شو او حکم یې وکړ چې د بیت لحم او د هغه شاوخوا سیمو ټول هلکان چې د دوه کالو او یا د هغې څخه کم عمر ولري، ووژني. او دا کار یې د هغو ستورو پېژندونکو د معلوماتو له مخې چې هغه ستوری به کله ښکاره کیږي، وکړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هر کله چه هيروديس دَ مُسافرانو په دوکه پوهه شو نو زيات په قهر شو اَؤ حُکم ئے وکړو چه دَ بيتُ لحم اَؤ خوا اَؤ شا هغه ټول ماشُومان چه دوه کاله يا کم عُمر لرى، هغه وژنئ. دا حساب ئے دَ مُسافرانو دَ وينا په اندازه لګولے وو.