Matthew 20:21 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ څۀ غواړې؟“ هغې ورته ووئيل چې، ”زۀ دا غواړم چې ستا په بادشاهۍ کښې دې زما دواړه زامن ستا په څنګ کښې ناست وى، يو ستا ښى لاس ته او بل ګس لاس ته.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی د هغې څخه پوښتنه وکړه: «څه غواړې؟» هغې وویل: «زما سره وعده وکړه چې ستا په پاچاهۍ کې دې زما دا دواړه زامن ستا په څنګ کې کښېني، یو دې ښي لاس ته کښېني او بل چپ لاس ته.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ ورته ووئيل، ”تۀ څۀ غواړے؟“ هغے ورته ووئيل چه ”زَۀ دا غواړم چه ستا په بادشاهئ کښے دِ زما دواړه زامن ستا په څنګ کښے ناست وى، يو ستا ښى لاس ته اَؤ بل ګس لاس ته“