Matthew 21:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل او د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی د خدای کور ته ننوت او له هغه ځای څخه یې د خرڅوونکو او اخیستونکو په شړلو پیل وکړ او د صرافانو مېزونه او د کوترو خرڅوونکو چوکۍ ګانې یې په بل مخ واړولې،
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ بيا دَ خُدائے کور ته ورننوتو اَؤ هغه ټول خلق چه دَ خُدائے په کور کښے ئے سوداګرى کوله، هغه ئے وشړل اَؤ دَ صرافانو تختے اَؤ دَ کونترو دَ خرڅوُونکو تختګئ ئے په بل مخ واړَولے،