Matthew 21:19 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د لارې په غاړه يې د اينځر يوه ونه وليده او هغې له ورغلو خو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل. هغۀ ونې ته وفرمائيل چې، ”تۀ دې پس د دې نه تل تر تله شنډه يې.“ او ونه په هغه ټکى اوچه شوه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د سرک په غاړه یې د انځر ونه ولیدله نو هغه ورته ورغی، خو په هغې کې یې له پاڼو پرته بل هېڅ شی ونه لیده. نو هغې ونې ته یې وویل: «ته دې نور هېڅکله مېوه ونه نیسې.» او سمدلاسه هغه ونه وچه شوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ لارے په غاړه ئے دَ اينځر يوه ونه وليده اَؤ هغے ته ورغے خو بغير دَ پاڼو ئے په کښے هيڅ ونۀ مُوندل. هغۀ ونے ته ووئيل چه ”تۀ دِ پس له دے تل تر تله شنډه يئے!“ اَؤ ونه په هغه ټکى وچه شوه.