Matthew 21:23 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ د خُدائ کور ته ننوتو او کله چې يې تعليم ورکولو نو مشر اِمام او د قوم مشران ورله راغلل او دا سوال يې پرې وکړو چې، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی بېرته د خدای کور ته راغی او تعلیم یې ورکاوه چې مشران کاهنان او د قوم مشران ورته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «چا تاته دا حق درکړی چې دا کارونه کوې؟ تاته چا دا واک او اختیار درکړی دی چې دا کارونه وکړې؟»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ دَ خُدائے کور ته ننوتو اَؤ کله چه تعليم ئے ور کولو نو مشر کاهن اَؤ دَ قوم مشران ورته راغلل اَؤ دا سوال ئے پرے وکړو چه ”تۀ دا کارُونه په کُوم اِختيار کوے اَؤ دا اِختيار تاله چا درکړے دے؟“