Matthew 21:24 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”زۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو يې جواب راکړئ نو زۀ به هم تاسو ته دا وښايم چې په کوم اختيار زۀ دا کارونه کوم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی ځواب ورکړ: «زه هم ستاسو څخه یوه پوښتنه کوم، که تاسو ځواب راکړ نو زه به هم درته ووایم چې زه په کوم اختیار سره دا کارونه کوم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”زَۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو ئے جواب راکړئ اَؤ زَۀ به بيا درته وښايم چه دا کارُونه زَۀ په کُوم اِختيار کوم.