Matthew 21:31 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په دواړو کښې کوم يو د پلار په رضا کار وکړو؟“ هغوئ ووئيل چې، ”مشر.“ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې محصولچيان او کنجرې به هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې ستاسو نه مخکښې داخليږى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په هغو دواړو زامنو کې کوم یو د خپل پلار خبره ومنله؟» هغوی وویل چې مشر زوی یې. نو عیسی ورته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې مالیه ټولوونکي او فاحشې به ستاسو څخه مخکې د خدای پاچاهۍ ته ورننوځي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دواړو کښے کُوم يو دَ پلار په رضا کار وکړو؟“ هغوئ ووئيل چه ”وړُومبى.“ بيا عيسىٰ ورته ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه محصُولچيان اَؤ کنجرئ به هم دَ خُدائے په بادشاهئ کښے ستاسو نه مخکښے داخليږى.