Matthew 21:33 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
يو بل مِثال واورئ، يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو دپاره لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو او بيا يې زميندارانو له په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی وویل: «یو بل مثال واورئ. یو زمیندار ؤ چې د انګورو باغ یې جوړ کړ او ګردچاپېره یې ترې دېوال تاو کړ او په باغ کې یې د انګورو څخه د شربت ویستلو دپاره خم جوړ کړ او د پهره دارۍ دپاره یې په کې یو برج هم جوړ کړ. بیا یې هغه باغوانانو ته په اجاره ورکړ او خپله بل وطن ته په سفر روان شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
يو بل مِثال واؤرئ : يو زميندار وو چه دَ انګورو باغ ئے ولګولو، ګير چا پيره ئے ديوال ترے تاؤ کړو اَؤ په کښے ئے دَ شرابو بټئ ولګوله اَؤ دَ څوکيدارئ دَ پاره ئے په کښے يو برج جوړ کړو اَؤ بيا ئے باغوانانو ته په اِجاره ورکړو اَؤ بل مُلک ته لاړو.