Matthew 22:24 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
«استاذه! موسی ویلي دي چې که یو سړی بې اولاده مړ شي، نو ورور یې باید د هغه د کونډې سره واده وکړي، ترڅو د هغه اولادونه پیدا شي او هغه یې د مړه ورور اولادونه وګڼل شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
”اُستاذه! مُوسىٰ وئيلى دى چه که يو سړے بے اَؤلاده مړ شى نو دَ هغۀ ورور دِ دَ هغۀ کونډه په نکاح واخلى اَؤ دَ خپل ورور نسل دِ پيدا کړى.