Matthew 22:4 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ بيا نور نوکران ورپسې ولېږل او ورته يې ووئيل چې رابللے شوو خلقو ته دا ووايئ چې دا روټۍ ما ستاسو دپاره کړې ده. ما خپل غوَيان او څاربۀ څاروى ستاسو دپاره حلال کړى دى، هر څۀ تيار دى، د وادۀ روټۍ له راشئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو هغه خپل نور نوکران ورپسې ولېږل چې هغوی ته ووایي: ‹د واده مېلمستیا ته راشئ. ما ډوډۍ تیاره کړې ده، ستاسو دپاره مې غویان او چاغ خوسکي حلال کړي دي او هرڅه تیار دي.›
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ بيا نور غُلامان ورپسے واستول اَؤ ورته ئے ووئيل چه چه رابللو شوؤ خلقو ته دا ووايئ چه دا ډوډئ ما ستاسو دَ پاره کړے ده. ما خپل غويان اَؤ څاربۀ څاروى ستاسو دَ پاره حلال کړى دى، هر څۀ تيار دى، سمدستى وادۀ ته راشئ.