Matthew 23:16 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اے ړندو لارښودونکو، په تاسو دې افسوس وى، ځکه چې تاسو وايئ چې کۀ څوک د خُدائ په کور قسم وخورى نو دا څۀ خبره نۀ ده، خو کۀ چرته يو کس د هغۀ په سرو زرو قسم وخورى، نو هغه د خپل قسم پابند دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
افسوس دې وي په تاسو باندې ای د ړندو لارښوونکو! تاسو وایئ: ‹که چېرې څوک د خدای د کور په نوم قسم وخوري، نو هېڅ خبره نه ده، خو که څوک د خدای د کور په سرو زرو قسم وخوري، نو هغه مجبور دی چې په خپل قسم ولاړ اوسي.›
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَفسوس! اَئے ړندو لارښوُونکو! چه تاسو وايئ چه که څوک دَ خُدائے دَ کور قَسم وخوری نو هیڅ خبره نۀ ده، خو که هغه دَ خُدائے دَ کور دَ ننه په سرو زرو قَسم وخورى نو پابند وى.