Matthew 23:34 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه زۀ تاسو ته نبيان، هوښياران او د خُدائ پاک د لارې عالمان درلېږم نو په تاسو کښې به ځينى مړۀ کړى، ځينې به په سولۍ کړى او ځينې به په خپلو عبادتخانو کښې په کوړو ووهى او د يو ښار نه به يې بل ښار ته وشړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو له دې امله زه تاسو ته پیغمبران، هوښیار خلک او د شریعت عالمان درلېږم، خو ځینې به تاسو مړه کړئ، ځینې به په صلیب راځوړند کړئ او ځینې به په کنیسو کې په دورو ووهئ او ښار په ښار به ورپسې ګرځئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه زَۀ تاسو ته نبيان حکيمان اَؤ دَ شرعے عالمان دراستوم نو ځنى به تاسو مړۀ کړئ، ځنے به په سولئ کړئ اَؤ ځنے به په خپلو عبادت خانو کښے په کروړو ووهئ اَؤ دَ يو ښار نه به ئے بل ښار ته په مخه کړئ.