Matthew 23:35 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
دغه شان به په زمکه د ټولو صادقانو د توئ شوې وينې ذمه وارى ستاسو په غاړه وى، د بې‌ګناه هابيل نه د برکياه د زوئ زکرياه تر وينې پورې، څوک چې تاسو د خُدائ د کور او قربان‌ګاه په مينځ کښې مړ کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو له دې امله د ټولو نېکو خلکو وینې چې په ځمکه توییږي، خون به یې ستاسو په غاړه وي، د بې ګناه هابیل څخه نیولې د برخیا د زوی زکریا پورې چې هغه مو د خدای د کور او د قربانۍ د ځای ترمنځ وواژه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دغه شان به دَ ټولو بے ګُناه خلقو په مزکه دَ توئے شوے وينے جُرم ستاسو په غاړه شى، دَ بے ګُناه هابيل نه دَ برکياه دَ زوئے زکرياه تر وينے پورے، څوک چه تاسو دَ خُدائے دَ کور اَؤ قربانګاه په مينځ کښے مړ کړو.