Matthew 23:37 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی زیاته کړه: «ای اورشلیمه، ای اورشلیمه! ای هغه ښاره چې پیغمبران وژنې او کوم کسان چې د خدای له خوا درلېږل کیږي هغه سنګساروې! ما څو څو ځلې وغوښتل چې ستا خلک داسې سره راټول کړم لکه څنګه چې چرګه خپل بچي د خپلو وزرونو لاندې سره راټولوي، خو تا ونه غوښتل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَئے بيتُ المُقدسه! اَئے دَ بيتُ المُقدس ښارئے! چه تۀ نبيان وژنے اَؤ رسُولان سنګساروَے چه تا ته راليږلے شوى دى. ما څو ځله دا کوشش وکړو چه ستا بچى راغونډ کړم، داسے لکه چه چرګه خپل بچى تر وزرو لاندے کوى، خو تا دا نۀ غوښتل.