Matthew 24:3 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
څۀ وخت چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ ناست وو نو مريدان يې ورغلل چې د هغۀ سره په پرده کښې خبرې وکړى. هغوئ ووئيل، ”مونږ ته دا وښايه چې دا هر څۀ به کله وشى او ستا د راتلو او د قيامت د ورځې نښه به څۀ وى؟“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی د زیتون په غره کې ناست ؤ چې شاګردان یې ورته راغلل او په پټه یې ورته وویل: «مونږ ته ووایه چې دا هرڅه به کله وشي؟ او ستا د راتګ او اخرې زمانې نښه به کومه وي؟»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
څۀ وخت چه عيسىٰ دَ ښونانو په غر ناست وو نو مُريدان ئے راغلل چه دَ هغۀ سره په پړده کښے خبرے وکړى. هغوئ ووئيل، ”مُونږ ته دا وښايه چه دا به کله پيښه شى اَؤ ستا دَ راتلو اَؤ دَ آخرى زمانے نخښه به کُومه وى؟“