Matthew 24:30 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا به په آسمان کښې د اِبن آدم د راتلو نښه ښکاره شى، د دُنيا ټول قومونه به ژړا انګولا کوى او هغوئ به اِبن آدم ووينى چې د آسمان په وريځو کښې به د قدرت او د ډيرې لويئ سره راځى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه وخت به په اسمان کې د انسان د زوی د راتللو نښې راښکاره شي او د نړۍ ټول قومونه به ویر کوي او هغوی به وویني چې د انسان زوی به د قدرت او زیات جلال سره د اسمان په ورېځو کې راروان وي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا به په آسمان کښے دَ اِبن آدم دَ راتلو نخښه ښکاره شى، دَ دُنيا ټول قومونه به ماتم کوى اَؤ هغوئ به اِبن آدم وينى چه دَ آسمان په وريځو کښے به دَ طاقت اَؤ دَ ډيرے لوئى سره راځى.