Matthew 24:45 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه وفادار او هوښیار نوکر څوک دی چې بادار یې هغه د خپلې کورنۍ د نورو نوکرانو مشر ټاکلی وي، ترڅو هغوی ته په خپل وخت ډوډۍ ورکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو بيا اِعتبارى اَؤ هوښيار نوکر څوک دے؟ هغه سړے چه مالک دَ کور مُختار کړے وى چه دَ کور دَ نوکرانو خيال ساتى اَؤ هغوئ له په وخت خوراک ورکوى.