Matthew 25:15 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
يو له يې د ساتلو دپاره د سرو زرو پينځۀ تيلۍ ورکړې، دوېم له يې دوه او درېم له يې يوه، هر يو له يې د خپل قابليت په مطابق ورکړې، بيا هغه د مُلک نه روان شو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هر یو ته یې د هغوی د توان سره سم یو څه ورکړل. یو ته یې د سرو زرو پنځه کڅوړې ورکړې، بل ته یې دوه د سرو زرو کڅوړې او درېم ته یې د سرو زرو یوه کڅوړه ورکړه. بیا په سفر روان شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
يو له ئے دَ سرو زرو پينځۀ تيلئ ورکړے، دويم ته ئے دوه اَؤ دريم ته يوه، هر يو ته دَ خپل قابليت په مُطابق، بيا هغه دَ ملک نه روان شو.