Matthew 25:18 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو چا له چې يوه تيلۍ ورکړے شوې وه هغه لاړو او په زمکه کښې يې کنده وکنستله او د مالِک هغه پېسې يې په کښې ښخې کړلې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو کوم نوکر ته چې د سرو زرو یوه کڅوړه ورکړل شوې وه، هغه لاړ او ځمکه یې وکیندله او د خپل بادار پیسې یې په کې ښخې کړلې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ کوم سړى ته چه يوه تيلئ ورکړے شوے وه هغه لاړو، په مزکه کښے ئے ډوغل وکنستو اَؤ دَ مالک هغه پيسے ئے په کښے ښخے کړلے.