Matthew 25:24 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا هغه څوک راغلو چا ته چې يوه تيلۍ ورکړے شوې وه او وې وئيل، مالِکه، ما ته پته وه چې تۀ يو سخت سړے يې، تۀ يې هلته رېبې چرته چې دې کَرلى نۀ وى، او هلته يې راټولوې چرته چې دې تخم نوستلے نۀ وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا هغه نوکر چې یوه کڅوړه ورته ورکړل شوې وه راغی او ویې ویل: ‹باداره! زه پوهېدم چې ته یو سخت سړی یې، ته هغه فصل رېبې چې کرلی دې نه دی او د هغه ځای حاصل راټولوې چې تخم دې په کې نه دی شیندلی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا هغه سړے راغے چا ته چه يوه تيلئ ورکړے شوے وه اَؤ وئے وئيل، مالکه! ما ته پته وه چه تۀ يو سخت سړے ئے، تۀ ئے هلته ريبے چرته چه دِ کرونده نۀ وى کړے، تۀ ئے هلته راټولوے چرته چه دِ خوارۀ کړى نۀ وى.